د باميانو اطلاعاتو او کلتور رياست کې د دولتي ادارو او رسنيو د همږغۍ غونډه وشوه
تېره ورځ د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رياست د غونډو په تالار کې د ياد رياست په ابتکار د لومړي ځل لپاره د دولتي ادارو د وياندويانو او رسنيو د مسؤلينو ترمنځ د باور جوړونې او همږغۍ غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رٸيس مولوي سيف الرحمن محمدي د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وويل او زياته يې کړه چې نننۍ ناسته په باميانو کې د دولتي ادارو او رسنيو ترمنځ د باور جوړونې او هماهنګۍ لپاره رابلل شوې.
مولوي محمدي وويل د اسلامي امارت د اصولو او پاليسۍ په نظر کې نيولو سره د اطلاعاتو او کلتور رياست له دندو يوه ځانګړې دنده اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي حمايت کول دي.
د دولتي ادارو وياندويانو د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه د غونډې د رابللو له امله مننه وکړه او ويې ويل چې د دولتي ادارو او رسنيو ترمنځ بايد همږغي لا زياته شي، څو خلک پر وخت له پرمختګونو او پېښو څخه خبر شي، همدا راز يې د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه غوښتنه وکړه چې ددې ولايت د دولتي ادارو د پرمختګونو او فعاليتونو په نشر کې همکاري وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سيف الرحمن محمدي دوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
۱۴۴۴/۸/۶ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۸ هـ ش
