د باد غیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رسنيو له مسؤلينو سره د همغږۍ غونډه تر سره کړه
تېره ورځ د باد غیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس آخنذاده مطیع الله متقي د رسنيو له مسؤلينو سره د همغږۍ غونډه تر سره کړه.
غونډه د قران عظيم الشان د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه. ور پسې د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئيس اخندزاده مطيع الله متقي خبرې وکړې او ویې ویل، د نننۍ غونډې له جوړېدو څخه مو، موخه د رسنيو مسؤلينو ته د رسنيو د سرغړونې د کمېټې د غړو معرفي کول دي، چې په دغه کمېټه کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس، د ولايت د مقام وياند، د امنیه قوماندانۍ ویاند، شامل دی، چې نن یې د رسنیو مسؤلینو ته ور معرفي کوو.
ښاغلي متقي زیاته کړه چې موږ هڅې کوو چې د رسنیو ستونزې حل کړو.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور رئيس د رسنيو له ټولو مسؤلينو څخه وغوښتل، چې په خپلو ورځنيو او اوونيزو پروګرامونو کې ديني عالمان را دعوت کړئ، تر څو د اسلام د سپېڅلي دين له ګټو څخه خلک خبر کړي.
۱۴۴۴/۱۰/۱۹ هـ ق
۱۴۰۲/۲/۱۹ هـ ش
