د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور رئیس بالامرغاب ولسوالۍ ته سفر وکړ

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۱۰:۴۱
....

تېره ورځ د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور رئیس اخندزاده مطیع الله متقي بالامرغاب ولسوالۍ ته سفر وکړ.
ښاغلي متقي د یاد سفر په ترڅ کې د موریچاق له تاریخي کلا چې د سکندر مقدوني په دورې پورې اړه لري او د زاړه پل چې د تیموریانو په دوران پورې اړه لري لیدنه وکړه.
 ښاغلي متقي له يادو سيمو څخه د ليدنې پر مهال له دوو نورو تاريخي ودانيو څخه هم ليدنه وکړه، چې تر اوسه له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره ثبت نه دي او د سيمې اوسېدونکي يې يوه د ابو مسلم خراساني مقبره او بله يې د زوړ پل په نوم پېژني او د يادې سيمې تاريخي مخينه هم زیاته ښودل شوې ده. 
له دغه سفر وروسته د اطلاعاتو او کلتور رئيس د بادغيس له والي الحاج مولوي عبدالصمد جاوېد سره د کتنې په ترڅ کې د یادو د تاريخي آبداتو ننګونې شريکې کړې، ښاغلي جاويد په دې اړه وویل: د لرغونو آثارو د ساتنې او بيارغونې په برخه کې به د اطلاعاتو او کلتور له رياست سره پوره همکاري کوي.

۱۴۴۵/۴/۹ هــ ق
۱۴۰۲/۸/۲ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS