د اندونیزیا سفیر د غزني ولایت محلي موزیم څخه لیدنه وکړه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۳۹
..

کابل کې د اندونیزیا سفیر داکتر ناندا ایوالیست د یو رسمي سفر په لړ کې د غزني اطلاعاتو او کلتور رئیس سره د لیدنې ترڅنګ د دې ولایت د محلي موزیم نندارتون او لرغونو سیمو څخه هم لیدنه وکړه.
ښاغلي ایوالیست له دې سفر څخه موخه د اندونیزیا او افغانستان ترمنځ د فرهنګي اړیکو پیاوړتیا وبلله او ویې ویل: کوښښ کوي چې د اندونیزیا او ااا ترمنځ فرهنګي او اقتصادي اړیکو ته لا پراخیتا ورکړي.
ورته مهال د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار وویل: د غزني محلي موزیم کې د اسلامي دورو او له اسلامي دورو څخه وړاندې زرګونه قلمه تاریخي اثار ساتل کیږي، چې د افغانستان د تاریخي هویت پیژندنه کې بې بدیله رول لري.
د ښاغلي نثار په وینا دا لیدنه د اسلامي امارت او د اندونیزیا حکومت ترمنځ د فرهنګي اړیکو پیاوړتیا او د تاریخي او فرهنګي ګډو میراثونو ساتنې ته زمینه برابروي.
د اندونیزیا سفیر او ورسره مل پلاوي د البیروني عامه کتابتون، او د دې ولایت له لرغونو سیمو څخه هم لیدنه وکړه او ښاغلي نثار د ابو ریحان البیروني په اړه یو جلد تحقیقي مقالو کتاب چې په افغانستان کې چاپ شوی دی داکتر ناندا اوالیست ته ډالۍ کړ. 
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د ترکیې هېواد سفیر هم غزني ولایت ته د سفر په لړ کې د غزني محلي موزیم او یو شمېر لرغونو ځایونو څخه لیدنه کړې وه.

۱۴۴۷/۷/۱هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS