د امیر علي شیر نوایي او زهیرالدین بابر د فرهنګي او علمي هڅو په یاد غونډه ترسره شوه

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۲۳:۲۱
....

پنجشنبه( ۷ د شعبان ۱۴۴۶) په کابل کې د ازبکستان سفارت په ملاتړ د امیر علي شیر نوایي او زهیرالدین بابر د علمي او فرهنګي هڅو په یاد غونډه ترسره شوه، چې پکښې د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او کلتور د معین مولوي عتیق الله عزیزي ترڅنګ په کابل کې د ازبکستان سفارت سفیر ښاغلي ایبک عثمانوف، ګڼ شمېر ادیبانو، شاعرانو، لیکوالانو او ځوانانو ګډون کړی وو. 

غونډې ته د وينا پر مهال د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل: د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګډ فرهنګي او علمي میراث خورا غني او ژور دی، دواړه هیوادونه د اسلامي تمدن په زوړ عصر کې د علم، ادب، فلسفې او هنر په برخو کې سترې لاسته راوړنې لري، د دواړو هیوادونو ترمنځ د تاریخي اړیکو د یوې مهمې برخې په توګه، د امیر علی شیر نوایی او زهیرالدین بابر په څیر ستر شخصیتونو د فرهنګونو په پراختیا کې مهم رول درلود. ښاغلي عزیزي زياته کړه؛ د افغانستان او ازبکستان مشترکات د شعر، ادب، او فلسفې په برخو کې نه یوازې له تېر څخه تر نن ورځې پورې پياوړي پاتې شوي، بلکې په اوسني دور کې يې هم د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا کې مرسته کړې ده، د یادو  شخصیتونو میراث ته په پام سره د دې فرهنګي اړیکو تقویه او د علمي لاسته راوړنو، ادبياتو، او تاریخي ارزښتونو د پیاوړي کولو لپاره به نور هم کار کوو.

همدا راز په کابل کې د ازبکستان سفیر ښاغلي ایبک عثمانوف وویل:  هېواد یې د تاریخي او فرهنګي اړیکو له مخې د افغانستان سره په دې برخه کې ژورې اړیکې لري او د دواړو هېوادونو د مشترک فرهنګي میراث ساتنې او پراختیا ته به ځانګړې پاملرنه کوي. 

په غونډه کې ګڼ شمېر شاعرانو او ادیبانو هم د دې دواړو شخصیتونو د علمي او فرهنګي کړنو په تړاو مقالې ولوستې.

۱۴۰۳/۱۱/۱۸ ل

۲۰۲۵/۲/۶ ز

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS