د امارتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو او د رسنیو استازو ترمنځ مشورتي ناسته وشوه
د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د عامه پوهاوي په برخه کې د رسنیو ونډه خورا مهمه وبلله او ویې ویل: رسنۍ په ټولنه کې ځانګړی رول لري، باید د فعالیتونو او پرمختګونو په اړه معلومات په دقت، مسوولانه او سم ډول تر خلکو ورسوي.
مسؤلینو د رسنیو له همکاریو او د امارتي ادارو مطبوعاتي استازو څخه پر وخت د اطلاعاتو شریکولو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ د رسنیو او ادارو ترمنځ د همغږۍ په پایله کې ولسونو ته پر وخت او دقیقه توګه اطلاع رسونه کیږي.
همدا رنګه يې له خبریالانو وغوښتل چې د راپورونو د خپرولو پر وخت دتاریخي او سیاحتي سیمو تصویرونه وکاروي او د دې ولایت مثبت انځور تر خلکو ورسوي.
د ناستې په پای کې ګډونوالو خپل نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې له مسؤلینو سره شریکې کړې، چې د مسؤلینو له لوري د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو ډاډ ورکړل شو.
۱۴۴۷/۷/۲۱ هـ ق
