د افغانستان د آبادۍ او پرمختګ لپاره ګړندۍ هڅې روانې دي

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۹:۴۷
xcvbhjk

د کندز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو په دې ولايت کې له قلموالو او مبارزو ځوانانو سره د همږغۍ ناسته وکړه.
د ناستې په پيل کې څو تنو قلموالو مبارزينو خبرې وکړې، دوی وويل: ټول مبارزین ژمن دي، تر څو د اطلاعاتو او کلتور رياست سره په همږغۍ د اسلامي امارت فعالیتونو او لاسته راوړنو ته انعکاس ورکړي.
همدا راز د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ګل محمد الیاس په خپلو خبرو کې وويل: الحمدالله - الله پاک داسې نظام را په برخه کړی، چې په تېرو ۴۰ کلونو کې یې ساری نشته، که څه هم ګڼې رسنئ خپل رسالت ادا کوي، خو موږ ته په کار ده، چې د اسلامي امارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو د انعکاس په برخه کې د پام وړ نشرات وکړو، ترڅو نړيوالو ته معلومه شي، چې افغانستان هم د آبادۍ او پرمختګ په لور خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.
د یادونې وړ ده چې د کندوز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري له قلموالو مبارزينو سره په لومړي ځل دا ډول ناسته ترسره کيږي، چې تر دې وروسته به د همږغۍ ناستې په دوامداره ډول ترسره کيږي.

۱۴۴۶/۶/۲۰ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۲ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS