د افغانستان اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو د مجاهد په نوم موزیم څخه لیدنه وکړه
د میدان وردګو ولایت د مجاهد په نوم له نوي جوړشوي موزیم څخه د اوبو او انرژۍ وزیر الحاج مولوي عبدالطیف منصور او د ياد ولایت والي قاري بختیار معاذ او د یو شمېر ادارو رئیسانو لیدنه وکړه.
چې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب الله مجاهد له لوري ورته په موزیم کې ایښودل شوی توکي تشريح کړل شول.
د اوبو او انرژۍ وزیر او د دې ولایت والي لخوا دا نوښت وستایل شوو او دا یې د جهادي کارنامو د ژوندي ساتلو په موخه یو بې ساری اقدام وباله.
د يادونې وړ ده چې د والي قاري بختیار معاذ له لوري د ځینو نظامي او کلتوري توکو د سپارلو ژمنه هم ورکړل شوه.
۱۴۴۵/۶/۲۸ ھ ق
۱۴۰۲/۱۰/۲۰ ھ ش
