د اطلاعات او کلتور وزارت د نشراتي معینیت اداري نوبتي غونډه ترسره شوه
نن سه شنبه (۱۴۴۴/۸/۲۱ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معینیت کې د نشراتو معین ښاغلي "مهاجر فراهي" په مشرۍ د یاد معینیت له رئیسانو سره اداري نوبتي غونډه ترسره شوه.
غونډه چې د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو را پیل شوه، رئیسانو په خپل نوبت له ښاغلي معین سره د ریاستونو لاسته راوړنې او شته ستونزې شریکي کړې.
ښاغلي معین د رئیسانو په لاسته راوړنو خوښي وښوده او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.
همداراز غونډه کې د راتلونکي کال لپاره د ورځپاڼو پر ورځنیز کېدو او یوشمېر نورو مهمو مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.
غونډه په دُعا سره پای ته ورسیده.
