د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنري او کلتوري چارو معینت د ریاستونو او امریتونو تر منځ اداري ناسته ترسره شوه

wali_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۰:۵۲
asdfgh

 

تېره ورځ د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ ددیاد معینیت اداري ناسته ترسره شوه، چې پکې د خلکو کلتور ریاست، د افغان فلم ریاست، ملي تیاتر، ملي موزیم، تاریخي ابدات، هنرستان، د ترانو ترنم، لرغون پوهنې، ملي ارشیف او عامه کتابتون رئیسانو ګډون درلود.
 غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه.
د هنر او کلتور معین عتیق الله عزیزي لومړی لرغون پوهنې په برخه کې د مسلکي کادرونو د جذب او روزنې په اړه، د تاریخي سیمو د ساتنې او د اثارو ثبت په برخه کې سپارښته وکړه او همدا راز د عامه کتابتون ریاست مسؤلینو سره په ګډه د کتاب لوستنې دود په خاطر په عامه ځایونو او پارکونو کې د کتابتونونو د ایجادولو په اړه مشورې وشوې. 
دغه راز د ملي موزیم په اړه د دې ریاست اړوند په ولایتونو کې د موزیمونو د بهبود او ښه والي او د اثارو د ښه ساتنې په اړه بحث وشو او همدارنګه د ترانو د ترنم ریاست ته سپارښتنه وشوه چې د  ښوونځۍ د ترانو ټيمونو، د هیواد د ترانې لیکونکي او ترنم کونکي نوي اثارو د ثبت په برخه کې باید پوره کار وشي. 
په غونډه کې د یاد ریاستونو مسؤلین د هنر او کلتور معین ته په روان کال کې د شته پلانونو تر څنګ د خپلو ریاستونو اړوند ستونزې بیان کړې چې د ستونزې د هواري لپاره ژمنه ورکړل شوه.
۱۴۴۴/۱۰/۱۲ هـ ق
۱۴۰۲/۲/۱۲ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS