د اطلاعاتو فرهنګ وزارت نشراتي معین د طلوع نیوز له مسئول سره وکتل
نن یکشنبه ۱۴۴۴/۷/۲۱ هـ ق د اطلاعاتو فرهنګ وزارت نشراتي معین ښاغلي مهاجر فراهي په خپل کاري دفتر کې د طلوع نیوز له مسئول ښاغلي ذبیح سادات سره وکتل او په اړینو موضوعاتو یې ورسره تفصیلی خبرې وکړې.
ښاغلي معین وویل، اطلاعاتو فرهنګ وزارت له رسنیو سره همکار دی او د دوی ستونزو ته پر وخت رسیدګي کوي.
نوموړي زیاته کړه چې رسنۍ دې د حقایقو روڼ تصویر خلکو ته وړاندې کړي او د اسلامي امارت له پالیسیو سره په همږغۍ دې مخته ځي.
وروسته ښاغلي ذبیح سادات وویل چې دوی په ټوله کې د اسلامي امارت له تعامل څخه خوښ دي.
نوموړي دغه راز پر وخت د رسنیزو خبرونو د شریکولو ترڅنګ په ځینو برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه، چې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د نشراتو رئیس عبدالحق حماد ورته په اړوند برخو کې اطمینان ورکړ.
