د اطلاعاتو او کلتور وزير هرات ولايت ته سفر وکړ
چهارشنبه( ۲۲ د ربيع الاول ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خیرالله خیرخواه د يوه پلاوي په ملتیا هرات ولايت ته سفر وکړ.
ښاغلي خیرخواه صاحب هرات ولايت ته د غوريان سړک د افتتاح او د عربي متحده اماراتو له لوري د حوزوي روغتون د ګردو د پيوند کولو برخې ته د طبي تجهيزاتو سپارلو په موخه سفر وکړ.
همدارنګه به په هرات ولايت کې د سيلاب ځپلو لپاره د اويا کورونو افتتاح او په هرات ښار کې د اړمنو خلکو لپاره د کورونو جوړولو ترڅنګ به کروندګرو ته زراعتي وسايل وويشي.
ددې تر څنګ به په هرات ولايت کې له اطلاعاتو او کلتور ریاست او تاريخي ابداتو څخه ليدنه وکړي او دې ولايت کې به د تاريخي ابداتو د بيارغونې له کارو څخه د نظارت تر څنګ له قومي مشرانو او د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره ليدنې ولري.
۱۴۰۳/۷/۴ ھـ ل
۲۰۲۴/۹/۲۵ ميلادي
