د اطلاعاتو او کلتور وزير د قطر هیواد د سفارت له سلاکار سره وکتل

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۶:۵۸
1w

نن چهارشنبه ( ١۴۴۶/۰۲/۱۷)د اطلاعاتو او کلتور وزير الحاج ملا خیرالله خیرخواه د قطر هیواد د سفارت سلاکار مردف القاشوطي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د قطر هیواد د سفارت سلاکار مردف القاشوطي په هيواد کې د سرتاسري امنيت او سولې د یادونې ترڅنګ د نظام په مختلفو برخو کې د راغلو پرمختګونو څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه؛ اسلامي امارت په لنډ وخت کې ډیر زیات پرمختګ کړی.
په ياده کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج ملا خير الله خيرخواه نوموړي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ زیاته کړه؛ یاد پرمختګونه باید د نړۍ سره شریک شي، څو نړیوال د افغانستان واقعي انځور وویني.
همدا راز  ښاغلي خيرخواه وویل: قطر هيواد دې د افغانستان د تاريخي اثارو لپاره د نندارتونونو د جوړلو او افغان ځوانانو ته د روزنیزو سیمینارونو برابرولو برخه کې همکاري وکړي.
په ورستیو کې ښاغلي مردوف القاشوطي په یادو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.


۱۴۰۳/۰۵/۳۱ ھ ش
۲۰۲۴/۸/۲۱  م ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS