د اطلاعاتو او کلتور وزير د جاپان له سفیر سره د همکاريو او فرهنګي میراثونو د ساتنې په اړه خبرې وکړې

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۳:۱۷
...

یکشنبه ( ۱۸ د جمادی الاولی ۱۴۴۷) د جاپان سفیر ښاغلي ماساموتو کینیچي د اطلاعاتو او کلتور له وزير ښاغلي شيخ‌ صاحب شير احمد حقاني سره د وزارت مقام کې وکتل.
په پيل کې ښاغلي ماساموتو کینیچي د وروستی زلزلې په اړه د تسليت او خواخوږۍ څرګندونې وکړې او ویې ویل: جاپان له زلزله ځپلو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي.
 نوموړي زياته کړه؛ جاپان د افغانستان د ثبات لپاره هڅې کوي، بشري مسائل له سياسي موضوعاتو سره نه تړي او د اسلامي امارت له لوري د نشه ‌يي توکو پر وړاندې مبارزه او د هېواد په کچه امنيت د ستاينې وړ دي.
ښاغلي ماساموتو کینیچي د افغانستان د رسنيو پر وضعيت هم خبرې وکړې او له ملي موزيم سره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي زیاته کړه، جاپان د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په ګډه د فرهنګي ميراثونو د ساتنې لپاره ژمن دی او دې برخې ته ځانګړی ارزښت ورکوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي شيخ‌ صاحب شير احمد حقاني د جاپان سفير ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: د جاپان او افغانستان ولسونه تاريخي او ژورې اړيکې لري، له افغان ولس سره د جاپان مرستې صادقانه او له سياسي اهدافو څخه جلا دي، افغان ولس پدې برخه کې مننه کوي او د جاپان سره د اړيکو او همکاريو دوام غواړي.
ښاغلي حقاني صاحب زياته کړه؛ د افغانستان ملي موزيم او د تاريخي آثارو او آبدو د ساتنې په برخه کې د جاپان همکارۍ ډېرې ارزښتناکې دي او په دې برخو کې د لا زياتو همکاريو هيله لري.
د ښاغلي شيخ صاحب حقاني په وينا؛ اسلامي امارت د نشه ‌يي توکو د کښت، سوداګرۍ، قاچاق، استعمال او د معتادينو د درملنې په ټولو برخو کې خپله ژمنتیا ثابته کړې ده، همداراز په هېواد کې رسنۍ د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې بشپړه ازادي لري او د هغوی د فعاليتونو لپاره مناسب مسير برابر شوی دی.

۱۴۰۴/۸/۱۸ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS