د اطلاعاتو او کلتور وزرات د ګرځندوی مالي او اداري چارو معین د خوست اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه لیدنه وکړه

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۹:۵
asad

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال، د وزارت مقام د دفتر رئيس مولوي احسان الله حسان، د کارکوونکو چارو رئيس مولوي نقيب الله نعمان او ورسره مل پلاوي د خوست اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوندو ادارو له روانو چارو لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال د خوست د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شاه حسین مسجدي یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ دوی د چارو په اړه معلومات ورکړل.
ښاغلي مسجدي د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو، ګرځندوی او د اطلاعاتو آمریتونو لاسته راوړنې او فعاليتونه د راغلي سره شريک کړل.
د ګرځندوی مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال د ریاست له روانو چارو او پرمختګونو خوښي څرګنده کړه او د شته ستونزو په باب یې وویل چې د وزرات له لوري به ورته د حل لار  ولټوي،
هغه د ریاست کارکوونکو ته په خپلو برخو کې د لا بریالیتوب په موخه اړینې سپارښتنې وکړې او ویې ویل چې ستاسو د کړنو له امله به ټول ولس ته ښه پیغام او د خوست ښه تصویر وړاندې شي.
۱۴۴۶/۰۸/۰۹هـ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۰هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS