د اطلاعاتو او کلتور وزارت کابل کې د فریلانسینګ پروګرام افتتاح کړ
نن یکشنبه (۳/۱۶/۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت لخوا پلازمېنه کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ځوانانو لپاره د فریلانسینګ (آنلاین کاروبار) پروګرام افتتاح وشوه.
په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد، د نشراتو معین مهاجر فراهي او د کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ استازو ګډون کړی و.
یاده برنامه چې د ځوانانو د ظرفیت لوړونې په موخه چمتو شوې ده، د اووه زونونو «کندهار، هرات، ننګرهار، بلخ، خوست، کندهار او کابل» څخه ۵۰ تنه ځوانان پکې ګډون لري، چې د درو میاشتو په موده کې به یادې زده کړې ترسره کړي.
غونډه د قران عظیم الشان په تلاوت پیل شوه. ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد وویل: دا پروګرام د ځوانانو لپاره د کارموندنې په برخه کې د کمو امکاناتو څخه د زیاتې استفادې لپاره برابر شوی دی. د دې پروګرام په زده کولو سره، ځوانان کولای شي په آنلاین ډول کاروبار وکړي.
ورپسې داطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه د ځوانانو چارو معین کړنې وستایلې او زیاته یې کړه: ځوانان د ټولنې نه ستړي کېدونکی قشر دي، دوی بايد تل د هېواد د ابادۍ او جوړولو فکر وکړي او د هېواد د ابادۍ لپاره نه ستړي کېدونکي هڅې وکړي، د نوموړي په وینا د ا.ا.ا. تل هڅې کوي چې د ځوانانو لپاره د کار غوره فرصتونه برابر کړي.
یاده غونډه د اطلاعاتو او کلتور ورارت د نشراتو معین مهاجر فراهي په دعا پاى ته ورسيده.
