د اطلاعاتو او کلتور وزارت پلاوي د سرپل ولايت له تاريخي ځايونو څخه ليدنه وکړه
نن چهارشنبه (۳ /۱۲ /۱۴۴۴ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د لرغون پېژندنې رياست، د ګرځندوی رياست او د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رياست استازو د ياد ولايت له تاريخي ځايونو او لرغونو آثارو څخه ليدنه وکړه.
ياد پلاوي هر يوه د خپل مسلک اړوند د سرپل د چشمه ايګزک، د حضرت خضر علیه السلام جومات (چې تاريخي قدامت يې د اسلام اوايلو ته رسيږي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره د تاريخي آثارو په حيث ثبت شوی دی) او د شير آبه درې له طبيعي ساحو څخه ليدنه و کړه.
د يادونې وړ ده چې ياد هيئت تر دې وړاندې هم د سرپل د سانچارک (انګشت شاه) او د ګوسفندې د قهقه کلا څخه ليدنه کړې وه.
