د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د یوناما له رئیس سره وکتل
نن چهارشنبه(۲۰ شعبان ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وازرت وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي رزا اوتونبایوا او د یوناما له رئیس سره وکتل چې دواړو خواوو د کلتوري او سیاسي موضوعاتو په اړه بحث وکړ.
په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر د افغانستان په اړه رزا اوتونبایوا ته معلومات ورکړل، چې افغانستان د زرګونو لرغونو آبداتو او لرغونو سیمو په درلودلو سره د نړۍ یو له غني هېوادونو څخه شمېرل کېږي او دغه لرغوني آبدات او کلتوري آثار یې د افغانستان هویت یاد کړ.
همدارنګه خیرخواه صاحب زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت له نړۍ سره مثبت تعامل غواړي، د سیمې او نړۍ هېوادونه باید په مختلفو برخو کې له افغانانو سره خپلې اړیکې پراخي کړي.
ورپسې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي رزا اوتونبایوا او د یوناما رئیس په خپلو خبرو کې د کلتور رول د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړي کولو او پراختیا کې مهم وبللو او زیاته کړه د فرهنګ او فرهنګي میراثونو د ارزښت په اړه عامه پوهاوی د افغانستان د فرهنګي میراث د ساتنې لپاره مهم رول لوبولی شي.
په پای کې اغلې رزا اوتونبایوا ډاډ ورکړ چې د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې به له اړوندو ادارو سره همغږي وکړي ترڅو په ګډه د فرهنګي میراثونو ساتنه وشي.
۲۰۲۵/۲/۱۹ هـ س
۱۴۰۳/۱۲/۱ هـ ل
