د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین له معارف راډیو تلویزیون څخه لیدنه وکړه

moic_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۷ - ۱۰:۱۵
mariftv-moic

نن سه شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۷ هـ ش د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین قدرمن "مهاجر فراهي" صاحب د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند معارف راډیو تلویزیون ریاست او اړوند څانګو څخه لیدنه وکړه.
په پیل کې د تلویزیون رئیس ښاغلي عزیر د معین صاحب په راتګ خوښي وښوده او همهال یې ورسره لاسته راوړنې، پرمختګونه او ځیني ستونزې شریکي کړې، ښاغلي عزیر وویل، چې تلوزیون یې د عصري او دیني تعلیم د زده کړې، تشویق او خپراوي لپاره بېلابیل پروګرامونه لري، چې په ذریعه یې زیات شمیر خلک تعلیم ته هڅولي، ماشومان یې مکاتبو او مدارسو ته تشویق کړي او ډیر خلک یې له تعلیم سره بلد کړي، نوموړي زیاته کړه چې د راډیو او تلویزیون خپرونې یې د افغانستان په شمول د آسیا ځینو هیوادونو کې هم اوريدل کیږي.
د نوموړي تر خبرو وروسته ښاغلي "مهاجر فراهي" د معارف راډیو تلویزیون لاسته راوړنې او پرمختګونه وستایل او د لا زیات کار په پار یې ورته لازمي لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
ښاغلي مهاجر وویل، چې ددې شته امکاناتو په مټ کولای سو چې له تعلیمه بې برخې هیوادوال له تعلیمه برخمن کړو او شته تعلیمي بهیر ته وده ورکړو، په پای کې یې ښاغلي عزیر ته ډاډ ورکړ، چې ستونزو ته به ژر رسیدګي کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۵۵
Background image

هلمند کې لسګونو ځوانانو ته یو ورځنۍ روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په هلمند ښوونيز مرکز کې لسګونو ځوانانو ته د فکري روزنې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه لسګونو تنو ځوانانو ته د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

BACK TO NEWS