د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د (کابل کتاب) تر عنوان لاندې جشنواره ترسره شوه

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۶:۳۰
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معينيت اړوند د عامه کتابتونونو رياست له لوري، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د (کابل کتاب) تر عنوان لاندې جشنواره نن په کابل کې ترسره شوه، چې د دې جشنوارې څخه موخه د کتاب د ارزښت په اړه پوهاوی ورکول او په هېواد کې د مطالعې کلتور ترویج کول دي.
په یاده جشنواره کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسئولینو، د نړیوالې ټولنې استازو، په کابل کې د یو شمېر هېوادونو د سفارتونو ډیپلوماتانو، د پوهنتون استادانو او د هېواد ګڼ شمېر لیکوالانو او فرهنګيانو ګډون کړی وو.
د هنر او کلتور معين مولوي عتیق الله عزیزي، د کتاب پر اهميت هر اړخیزې خبرې وکړې او ويې ويل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپلو کلتوري تګلارو او علمي سياستونو په چوکاټ کې، کتاب ته نه يوازې د ارزښت له مخې ګوري؛ بلکې د کلتوري ودې، فکري جوړښت او غوره راتلونکي د تضمين حيثيت هم ورکوي، دغه وزارت هڅه کوي چې د کتاب تولید، تدوين، چاپ، خپرولو، ژباړې، تهذيب او ساتنې ته يوه منظمه، پايداره او عصري طرحه ولري.
دغه راز د خپرونو چارو معين مهاجر فراهي د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د کتاب يوه ملاتړه اداره وباله او زياته يې کړه: د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له خوا پر هغو کتابونو چې د هېواد په دننه کې چاپېږي؛ مالیه معاف شوې او هغه کتابونه چې له بهره واردېږي؛ مالیه یې ۵۰ سلنه راټیټه شوې ده؛ نو له دې څخه معلومېږي چې اسلامي امارت د کتابونو د چاپ او د ناشرانو بشپړ ملاتړ کوي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره طرحې لري، نوموړي له کورنيو، علمي شخصیتونو او ليکوالانو څخه وغوښتل چې مطالعې ته د ځوانانو په هڅولو کې همکاري وکړي او داسې کتابونه دې وليکي چې ځوان نسل ورته اړتيا ولري.
ورته مهال، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې او د (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا، د کابل جشنوارې د ترسره کولو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: نن یوه ځانګړې ورځ ده؛ دا هغه ورځ ده چې د کتاب فستیوال لرو، د کتاب جشنواره له ملي ارزښتونو څخه ده او په حقیقت کې ملي هویت دی او پر کتاب پانګونه، یوه دايمي پانګونه ده، هغې په ټولنه کې د مطالعې کلتور پر ترویج ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د ملګرو ملتونو سازمان ټول ساحوي دفترونه په دې برخه کې له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د عامه کتابتونونو رئيس، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئيس او نورو ويناوالو هم د کتاب او مطالعې پر ارزښت خبرې وکړې او له نړيوالو بنسټونو څخه يې وغوښتل چې له سياسي چلند پرته او د نړۍ د نورو هېوادونو په شان په کلتوري او تعليمي برخو کې له افغانستان سره هم مرسته او همکاري وکړي.
د غونډې په بهير کې، په افغانستان کې د کتابتونونو د وضعیت او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رياست د فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ګډونوالو ته وړاندې شول او د غونډې ګډونوالو د کتابونو، هنري آثارو او افغاني لاسي صنايعو نندارتون له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه.
د یادولو وړ ده، چې د کابل کتاب جشنواره به سبا هم دوام وکړي.
۱۸/۱/۱۴۴۷ هـ ق
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

ترنم او ترانې

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د ترنم او ترانو ریاست د مرکز سربېره په بېلابېلو ولایتونو کې د (۲۰) سټوډیو ګانو ارزونه کړې ده.
په یاده موده کې پکتیا، نورستان، زابل، کندهار او هلمند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همغږۍ د رسنیو د ستونزو حل، د خبریالانو ملاتړ او اطلاع رسونې بهیر ښه والي په موخه د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

د کتاب پلورنځیو مسؤلینو او د کتابونو خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسئولینو، د مزارشریف ښار له یو شمېر کتاب‌پلورنځیو مسؤولینو او کتاب خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې په دې ناسته کې د کتابونو د چاپ، د کتابونو نندارتون. . .

BACK TO NEWS