د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي آتشې د ترکیې بلو ولایت دولتي پوهنتون له رئیس سره ولیدل
په ترکیه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي آتشې قاري حمید الله تمکین د ترکیې بلو ولایت دولتي پوهنتون رئیس پروفیسور دوکتور مصطفی علي شارلي سره ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې دوست او وروڼو هېوادونو ترمنځ په تاریخي او فرهنګي ژورو مشترکاتو بحث وکړ.
پروفیسور علي شارلي څرګنده کړه، چې اوس مهال په بلو دولتي پوهنتون کې له ۵۰۰ تنو څخه زیات افغان زده کړیالانو د لیسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د طب، انجینري، شرعیات، اقتصاد، قابلګي، نرسنګ او نورو علومو په برخه کې په زده کړو بوخت دي.
نوموړي زیاته کړه، افغان زده کړیالان مؤدبه، لایق او ځیرکه دي او تل یې د پوهنتون په علمي او فرهنګي پروګرامونو کې خپله وړتیا ښودلې ده، ښاغلي علي شارلي ټینګار وکړ، چې تل افغان زده کړیالانو ته سپارښتنه کوي، ترڅو د خپلو زده کړو له پای ته رسولو وروسته خپل هېواد ته ستاته او د خپل هېواد د خدمت په برخه کې هڅې وکړي.
قاري حمید الله تمکین د ترکیې هېواد د علمي ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ وویل: موږ او تاسو د لویو مشترکاتو او ارزښتونو درلودونکي یو، چې له ډلې څخه یې یو هم د مولانا جلال الدین محمد بلخي لوړ شخصیت دی چې د دواړو دوست ملتونو ترمنځ یې د فرهنګي پل په توګه رول لوبولی دی، زموږ اړیکې د دوست او ورور (ترکیې) هېواد سره پخوانۍ او ټینګې دي.
۱۴۴۷/۲/۲۹ هـ ق
