د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره وکتل
نن دو شنبه 1444/10/11 هـ ق د اطلاعاتو او کلتور محترم وزیر ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې دلغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له رئیس مولوي عبدالنور "رسولي" سره ولیدل.
په پیل کې ښاغلي رسولي له محترم وزیر صاحب سره خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه او شته ستونزې شریکي کړې او زیاته یې کړه، چې لغمان کې فرهنګي او ادبي غونډو جوړېدلو کې همکاري ور سره وسې.
وروسته ښاغلي خیرخواه صاحب دوی ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د دوی کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا ښه بهبود لپاره یې لازمي مشوري او سپارښتنې ورته وکړي، همدا راز یې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واوریدل او ډاډ یې ور کړه چې اړوند هر ډول همکاري به درسره کېږي.
