د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره وکتل
نن دو شنبه 1444/10/11 هـ ق د اطلاعاتو او کلتور محترم وزیر ملا خیرالله خیرخواه د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له رئیس مولوي سیف الدین "معتصم" سره وکتل.
په پیل کې ښاغلي معتصم له محترم وزیر صاحب سره خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه، نوښتونه او شته ستونزې شریکي کړې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي خیرخواه دوی ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د دوی کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا ښه بهبود لپاره یې لازمي مشوري او سپارښتنې ورته وکړي، همدا راز یې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واوریدل او ډاډ یې ورکړ چې وړاندیزونو او ستونزو ته به یې جدي رسیدګي کیږي.
