د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي او اداري چارو معين لوګر ولایت ته سفر وکړ

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۹:۲۵
2qwsd

د ګرځندوی مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال، د مقام د دفتر رئیس مولوي احسان حسان، د کارکوونکي چارو رئیس مولوي نقیب الله نعمان او ورسره مل پلاوي لوګر ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي شیخ ضیاء الرحمن مدني، مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور دین‌ پرور، د اطلاعاتو او کلتور رئیس دوکتور رفیع الله صمیم او د یاد ریاست له کارکوونکو سره ولیدل.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي او اداري چارو معين لوګر ولایت ته د خپل سفر موخه د ياد ولايت د رهبرۍ او اطلاعاتو او کلتور رياست ترمنځ د همغږۍ لا پياوړي کول، د ياد رياست د چارو ارزول او له کارکوونکو سره ليدنه ياده کړه.

ښاغلي جمال وویل: لوګر لکه څرنګه چي د علم په ډګر لومړی مقام لري، همداسي د قربانیو او مبارزې په ډګر کي هم لومړی مقام لري. 
همداراز ښاغلي جمال د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له کړنو او نوښتونو څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د دې ولایت جهادي موزیم د جوړولو ترڅنګ د یو شمېر نورو برخو د غښتلي کولو په موخه به له هېڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي او اداري چارو معين د چارو د لاښه والي په موخه د اطلاعاتو کلتور ریاست کارکوونکو ته یو لړ لارښوونې او سپارښتنې هم وکړې.

د لوګر والي شیخ ضیاء الرحمن مدني د اطلاعاتو او کلتور ریاست له روانو هڅو څخه د مننې ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غوښتنه وکړه چې لوګر کي د موزيم جوړولو عملي ګامونه اوچت کړي ترڅو د دې ولايت تاریخي، کلتوري او جهادي یادونه ژوندي او محفوظ پاته شي.

په ورته وخت کي د لوګر اطلاعاتو او کلتور رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د یاد ریاست پر روانو برنامو، ولایتي موزیم، جهادي موزیم او د ولسوالیو لپاره د کتابتونونو د ودانیو د جوړولو په خاطر اړین وړاندیزیونه شریک کړل.
۱۴۴۶/۰۸/۱۰هـ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۱هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS