د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هېواد د اصیل کلتور ودې ته ژمن دی
یادې څرګندونې نن شنبه (۱۴۴۵/۲/۲ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه پنجشېر ولایت ته د سفر په ترڅ کې وکړې.
ملا خیرالله خیرخواه صاحب، چې د پنجشېر مرستیال والي، امنيه قومندان، د اطلاعاتو او کلتور
رئیس او یوشمېر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله د پنجشیر ولایت له تاریخي سیمو او طبیعي تفریحي ځایونو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي وویل: پنجشېر ولایت د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې پاکي اوبه، طبیعي ښکلاوې او تاریخي سیمې یې ځانګړی شهرت لري، همدا لامل دی چې زیات شمېر بهرني سېلانیانو ورته تګ راتګ کوي.
د نوموړي په خبره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هېواد اصیل کلتور ودې ته ژمن دی او هڅه کوي چې د پنجشېر ولایت تاریخي سیمې او اصیل کلتور ژوندی وساتي.
ښاغلي وزیر همدا راز له ځوانانو وغوښتل، چې د ځوانانو چارو معینیت لخوا په یاد ولایت کې د ځوانانو لپاره پر لار اچول شوو بېلابېل ښوونېزو کورسونو څخه دې ګټه واخلي.
