د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونپوهنې مسلکي ټیم پروان ولایت ته سفر وکړ
نن شنبه (۱۴۴۵/۳/۲۲ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونپوهنې مسلکي ټیم پروان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الرحمن صدیقي سره د لیدنې ترڅنګ د یاد ولایت د ځينو لرغونو سیمو څخه هم لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې د لرغونپوهنې ریاست مسلکي ټیم غړو وویل: پروان ولایت ته یې د سفر موخه د پروان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د وړاندیز پر بنسټ په لرغونو سیمو کې د غصب شوې ځمکو پلټنه ده.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس دغه ولایت ته د ورغلي پلاوي هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، چې پروان ولایت یو له لرغونو ولایتونو څخه دی. ډېرې تاریخي او سیاحتي سیمې لري.
د یاد پلاوي د معلوماتو له مخې د ځینو لروغونو سیمو په حریم کې رغنیز او کرنیز فعالیتونه تر سترګو کیږي، چې د مخنیوي لپاره یې موضوع د یاد ریاست سره شریکه کړه.
د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي د خپل سفر په بهیر کې د بګرام کافر قلعه، د کوهدامن کافر قلعه، پوزه اشترک، شهرشاهی بګرام، عبدالله برج او توپ درې استوپې څخه لیدنه وکړه.
