د اطلاعاتو او کلتور سر پرست وزير د مولوي انوارالحق مجاهد سره وکتل
نن چهارشنبه (۱۴۴۴/۱۲/۲۴ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور محترم وزير الحاج ملا خيرالله خيرخواه په خپل کاري دفتر کې د مولوي انوارالحق مجاهد د (خالص بابا) د زوی سره وکتل.
ښاغلي مجاهد په ياده کتنه کې وویل، د اسلامي نظام د بقاء او پايښت لپاره افغان مؤمن ملت ډېرې قربانۍ ورکړې او ډېر تکاليف يې ګاللي دي، همدا يې نتيجه ده چې نن ټول د امن تر سيوري لاندې ژوند تېروو، همدا راز يې د خالص بابا د جهادي دورې د پيل د ستړتياوو، تکاليفو، هجرتونو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
ورپسې خيرخواه صاحب وویل، د خالص بابا چې هر څومره اوصاف او جهادي کارنامې بیان کړو بیاهم کمې دي. ښاغلي خیر خواه زياته کړه، موږ هڅه کوو چې د هېواد د ټولو جهادي شخصيتونو تاريخ او کارنامې وليکو.
خیر خواه صاحب د دوی غوښتنې، وړانديزونه واورېدل او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ور کړ.
