د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر: نړۍ سره د متقابل احترام په اساس د اړيکو د ټينګښت او پراختیا غوښتونکي يو

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۹:۴۱
…

سه شنبه ( ۳ د شعبان ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د ناروی شاهي هېواد د شارزدافير پاول کلاومن بکن سره وليدل.

په پيل کې ښاغلي پاول د امنيت، د مخدره موادو پرضد مبارزه، د اداري فساد پر ضد مبارزه، د مالي او بانکدارۍ سیسټم مدیریت، د پراختيايي پروژو شروع کول او د اسلامي امارت د نورو لاسته راوړنو پر اړه وغږېدو او دا يې د افغانستان د پرمختګ لپاره مهم وبلل.

ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزير ښاغلي خیرخواه په خپلو خبرو کې د ناروی شاهي دولت سره د اسلامي امارت د حسنه اړيکو په ټينګولو سره خوښي وښوده او و يي ويل: د ټولو ستونزو اساسي حل په خبرو او تفاهم سره ممکن دی او هېوادونه له دې لارو کولای شي چې يو له بل سره ګډې اړيکې ولري.

ښاغلي خیرخواه زياته کړه؛ هر هېواد له جنګونو وروسته د ستونزو سره لاس او ګریوان وي، خو په تدريجي ډول له ستونزو خلاصيږي، الحمدالله افغانستان دا مهال له ۴۴ کلنې جګړې وروسته د يو نظام څښتن دی، داسې نظام چې په ټول افغانستان حاکميت لري.

پای کې ښاغلي خیرخواه د متقابل احترام په اساس د نړۍ سره د اړيکو پر ټينګښت او پراختیا ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۰
Background image

ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ښوونيز مرکز کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندي شو.
د ځوانانو چارو امر وويل: اسلامي اُمت سلګونه کلونه د نړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۲
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو په کابل ښار کې د لوحو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۷
Background image

لوګر کې د جهادي موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره ځایونه ځانګړي شول

لوګر کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره مناسب ځایونه ځانګړي شوي او هڅې روانې دي، چې د یادو پروژو عملي چارې هم ژر پیل شي.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي. . .

BACK TO NEWS