د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره وکتل

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۸ - ۱۹:۲۹
....


نن دوشنبه (۱۴۴۴/۱۰/۱۸ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت محترم وزیر ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور ریاست له رئیس مولوي محمد امین "حذیفه" سره وکتل.
په پیل کې ښاغلي حذیفه د محترم وزیر صاحب سره خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه او شته ستونزې شریکي کړي او زیاته یې کړه چې موږ د شته امکاناتو په کتو سره  هڅه کوو تر څو د ځوانانو لپاره ښوونیز مرکزونه جوړ کړو او همدا راز کلتوري او رسنیز فعالیتونه زیات کړو.
وروسته ښاغلي خیرخواه د دوی کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا بهبود او پرمختګ لپاره یې لازمې سپارښتنې ورته وکړي او د اړوند هر راز همکارۍ ډاډ یې ور کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اسلامي فرهنګ په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۵
Background image

د عامه کتابتون تالارونه به د شپې تر لسو بجو پرانیستی وي

 د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وایي، چې له دې وروسته به د عامه کتابتونون تالارونه د پوهې، څېړنې او مطالعې مینوالو پر مخ دشپې تر لسو بجو پرانیستی وي.
د ښاغلي صمیم په وینا؛. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

BACK TO NEWS