د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر د لوګر د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره وکتل

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۱۳:۳۷
...

نن سه شنبه (۱۴۴۴/۱۰/۱۹ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت محترم وزیر ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له رئیس مولوي رفیع الله "صمیم" سره وکتل.
په پیل کې ښاغلي صمیم د محترم وزیر صاحب سره خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه او شته ستونزې شریکي کړې  او زیاته یې کړه چې په نږدې ورځو کې به د قلموالو او فرهنګپالو لپاره د سنځل ګل مشاعره جوړه شي او په پراخه کچه به د لیري او نږدې سیمو مشران، لیکوالان، قلموال او فرهنګپال پکې را غونډ شي.
وروسته ښاغلي خیرخواه د دوی کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا بهبود او پرمختګ لپاره یې لازمې سپارښتنې ورته وکړي او ډاډ یې ورکړ، چې د یادي مشاعري په جوړولو کې به ورسره پوره پوره همکاري وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه لسګونو تنو ځوانانو ته د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

BACK TO NEWS