د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره وکتل
نن يکشنبه (۱۴۴۴/۱۱/۱ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت محترم وزیر ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له رئیس معزالدين "احمدي" سره وکتل.
په پیل کې ښاغلي احمدي د محترم وزیر صاحب سره خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه او شته ستونزې شریکي کړې او زیاته یې کړه چې بدخشان يو د ليري پرتو ولايتونو څخه دی، بايد پوره پوره همکاري ورسره وشي.
وروسته ښاغلي خیرخواه د دوی کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا بهبود او پرمختګ لپاره یې لازمې سپارښتنې ورته وکړي او ډاډ یې ورکړ، چې اړوند برخو کې به همکاري ورسره وشي.
