د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير د ښوونيز مرکز په فراغت غونډه کې ګډون وکړ
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزير ښاغلي ملا خيرالله خيرخواه هلمند ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند ښوونيز مرکز کې د کمپيوټر له برخې څخه د ۳۵۰ تنو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ.
د فراغت غونډې ګډونوالو ته د وينا پرمهال ښاغلي خيرخواه وويل: هغه ځوانان چيدې نن له یاد مرکز څخه فارغ شول، دولتي ادارو کې دې د خپل استعداد اړوند په دندو وګمارل شي تر څو ولسونو ته د چوپړ جوګه وګرځي.
ښاغلي خیرخوا ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چې هېڅوک به بې دندو پاته نه شي، تاسو چې دلته کوم څه زده کړي دي، باید په ښه ډول ترې استفاده وکړئ او د هېواد جوړونې په برخه کې ترې ګټه واخلئ.
نوموړي زياته کړه؛ همدا ځوانان وو چې انګریزانو، روسانو او ناټو ته یې د خپلو سرونو په بدله ماتې ورکړه او خپلواکي یې ترې وګټله، نو پکار ده چې ځوانان خپل وخت بې ځایه تېر نه کړي او هېواد جوړونه کې برخه واخلي .
۱۴۴۵/۷/۹ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۳۰ هـل
