د اطلاعاتو او کلتور سرپرست د غزني والي سره وکتل

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۶ - ۱۱:۴۶
....


نن شنبه (1444/10/16 هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه، غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له محترم والي حافظ محمد امین عمري سره وکتل.

په پیل کې د غزني محترم والي د اطلاعاتو او کلتور محترم وزیر صاحب ته د ښه راغلاست ترڅنګ خوښي وښوده، چې یاد ولایت ته یې د تاریخي آبداتو د ساتنې او رغونې او د یاد ولایت د کلتوري او رسنیز فعالیت ارزونې په موخه سفر کړی.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر محترم خیرخواه صاحب په خپلو خبرو کې غزنی د تمدن او فرهنګ کور وباله او د غزني تاریخ او تمدن ساتنه یې د یاد وزارت مسؤلیت یاد کړ.

همدا راز ښاغلي وزیر وویل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په پلان کې لري چې د افغان ولس د جهادي ارزښتونو ساتنې په موخه په مرکز او ولایتونو کې موزیمونه جوړ کړي، چې پکې د تېرو دریو جهادونو شهکارۍ او د اتلانو کارنامې په تصویري، ویډیویي او صوتي بڼه وساتل سي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS