د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د سجاوند له لرغونې سیمې څخه لیدنه وکړه
د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د برکي برک ولسوالۍ اړوند د سجاوند له لرغونې سیمې او خواجه سید احمد سجاوندي له تاریخي آبدې څخه لیدنه وکړه.
دوکتور رفیع الله صمیم د سجاوند لرغونې سیمه د هېواد او سیمې په کچه د تاریخي سیمو له جملې څخه خورا مهمه سیمه یاده کړه او ډاډ یې ورکړ، چې په ساتنه کې به یې بشپړه پاملرنه وشي.
نوموړي وویل: د خواجه سید احمد سجاوندي تاریخي آبده د نړۍ په کچه د میراث علم کتاب د لیکونکي مقبره ده، چې تاریخي مخینه یې ۴۰۰ کلونو ته رسیږي.
د یادونې وړ ده، چې د سجاوند لرغونې سیمه د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ ۱۵ کیلومټری کې موقعیت لري، چې تاریخي مخینه یې د کوشانیانو او یفتلیانو دورې ته رسیږي.
۱۴۴۶/۱۱/۲۲ هـ ق
