د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز څخه سلګونه تنه زده کوونکي فارغ شول
د تخار اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز څلورمې دورې زده کوونکو فراغت غونډه د یو شمېر علماوو کرامو، فرهنګپالانو او ځوانانو په شتون کې د دې ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې په دې پروګرام کې ۲۰۵ تنه زده کوونکي د کمپیوټر او انګلیسي ژبې له درې میاشتنۍ روزنیزې دورې بشپړولو وروسته فارغ شول.
د تخار د اطلاعاتو او کلتور رئیس د هېواد په پرمختګ او ابادۍ کې د ځوانانو رول حیاتي وباله او ویې ویل: دغه روزنیز ټولګي د ځوانانو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه پیل شوي وو. مسؤلینو له ځوانانو څخه وغوښتل چې له برابرو شویو فرصتونو څخه په سمه توګه ګټه واخلي او د ټولنې او هېواد د خدمت په برخه کې هڅې وکړي.
ګډونوالو هم د وړیا زده کړو له ترلاسه کولو څخه خوښي څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه، چې دا ډول ښوونیز پروګرامونه دې په راتلونکي کې په دوامداره او پراخه توګه جوړ شي.
۱۴۴۷/۱۰/۲۴ هـ ق
