د اطلاعاتو او کلتور ریاست او يوه خصوصي ښوونیز مرکز ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د ځوانانو چارو آمريت او يوه خصوصي ښوونيز مرکز ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسليک شو.
دغه تړون د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمر او تنویر ملت ښوونیز مرکز مسؤل مدیر ترمنځ لاسلیک شو، چې له مخې به یې د ځوانانو چارو آمریت لوګر میشتي ځوانان او زده کوونکي دغه ښوونیز مرکز ته د انګلیسي، کمپیوټر او ساینسې مضامینو ټولګیو ته په ۵۰ سلنه فیس تخفیف سره ورپیژنې.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت تر دې وړاندې هم له یو شمېر نورو ښوونیزو مرکزونو سره ځوانانو ته د غوره زده کړو زمینې برابرولو په موخه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
۱۴۴۷/۲/۱۱ هـ ق
