د اطلاعاتو او کلتور رياست د ادبي غلا مخنیوي ته ژمن دی
د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي: چې دا اداره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کړنلارې له مخې د هر ډول ادبي غلا د مخنیوي لپاره ژمنه ده.
اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملکزاده وويل: د ادبي غلا د څېړنې او مخنیوي کمېټې غړو نن د دې ولایت له ټولو کتابتونونو او چاپخونو څخه څارنه وکړه.
نوموړي زیاته کړه؛ څارنه د اطلاعاتو د آمر احمد ضیاء یزداني او د دې ادارې د دوو کارکوونکو لخوا د مرکز بازارک او عنابه او رخه ولسواليو په کتابتونونو او چاپخونو کې ترسره شوه.
ښاغلي ملکزاده ډاډ ورکړ، چې یادې کمېټې د ټاکل شوې کړنلارې له مخې د چاپخونو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې کړي او هغوی ته یې د ادبي غلا د مخنیوي په اړه لارښوونه کړې ده.
په ورته وخت کې د پنجشېر د چاپخونو مسؤلینو هم ژمنه وکړه، چې د ادبي غلا د مخنیوي لپاره به هڅه کوي او له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره به دې برخه کې همکاري کوي.
۱۴۴۶/۸/۵ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۶ ل
