د اطلاعاتو او کلتور رياست او د پکتيا پوهنتون ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو د لا همږغۍ په موخه غونډه وشوه

wali_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۴ - ۹:۱
ASDFG

 

نن چهارشنبه (۱۴۴۴/۹/۱۲ هـ ق) د پکتيا اطلاعاتو او کلتور رياست او د پکتيا پوهنتون ترمنځ د شوي دوه اړخيزو همکاريو هوکړه ليک، د لا همږغۍ په موخه غونډه وشوه.

د پکتيا اطلاعاتو او کلتور رئيس قاضي ثواب جان اسلام يار په خپلو خبرو کې د پکتيا پوهنتون رئيس څخه وغوښتل چې د دغه پوهنتون بااستعداده زده کړيالان دې د اطلاعاتو او کلتور رياست سره په پروګرامونو کې فعاله ونډه واخلي. نوموړي زياته کړه چې د ياد هوکړه ليک ښه تطبيق په موخه د زده کړيالانو تشويق لپاره هڅې کوي چې بېلابېلو ګټور پروګرامونه جوړ کړي.

د اطلاعاتو او کلتور رياست اطلاعاتو آمر نيازالله اصيل ځاځي له خپل اړخه د ياد هوکړه ليک ښه تطبيق او ستونزو په تړاو خبرې وکړې او ويې ويل چې د ياد تړون له مخې د پکتيا پوهنتون ادبياتو پوهنځي ژورناليزم ډيپارټمنټ څلورم ټولګي ۱۰۰ تنه زده کړيالان په تېر او سږ کال کې د عملي زده کړو په موخه د دې ولايت دولتي او خصوصي رسنيو ته ورپيژندل شوي دي.

د پکتيا پوهنتون رئيس پوهنمل عبيدالله اخندزاده د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه ليک يو ګټور ګام وباله او ويې ويل چې ياد هوکړه ليک په ښه ډول تطبيق شوی او هڅې کوي چې په راتلوونکي کې لا په ښه ډول عملي شي. نوموړي وويل چې د ياد هوکړه ليک له مخې د ښې همغږۍ لپاره د تاريخي آثارو او ځايونو په اړه بايد په ګډه د عامه پوهاوي په موخه سمينارونه جوړ شي.

په پای کې د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر او کلتور آمر عقل خان وهاج وويل چې زده کړيالان دې د عملي کار او مونوګرافونو ليکلو لپاره د تاريخي آثارو او ځايونو موضوعات ځانګړي کړي او په هکله دې څيړنې وکړي او د دې په اساس به د ياد تړون يوه برخه عملي شوې وي.
تاريخي اثار او ځايونه د اطلاعاتو او کلتور رياست د کاري ساحې يوه مهمه برخه ده.

د اطلاعاتو او کلتور رياست او د پکتيا پوهنتون ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه ليک شتون لري چې له مخې يې ځينې چارې او فعاليتونه په ګډه تنظيم او ترسره کېږي.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS