د اطلاعاتو او کلتور رئیس په مشرۍ رسنیزو سرغړونو ته د رسیدنې کمېټې ناسته وشوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۲:۷
.....

تېره ورځ د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي په مشرۍ رسنیزو سرغړونو ته د رسیدنې کمېټې ناسته اطلاعاتو او کلتور ریاست کې ترسره شوه.
یاده ناسته کې د امنیه قومندانۍ، امرباالمعروف، استخباراتو ریاستونو استازو او د اطلاعاتو امر عتیق الله قریشي ګډون کړی و.
 د اطلاعاتو امر عتیق الله قریشي لغمان کې د فعالو رسنیو اړوند معلومات ورکړل، نوموړي وویل چې رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې په موخه یې یاده کمیټه جوړه کړې ترڅو پروخت ورته رسیده ګي وکړي.
وروسته د کمېټې مشر او د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل چې یاده کمیټه د مرکز د لارښوونو مطابق جوړه شوې، او موخه یې داده ترڅو رسنیز فعالیت وڅاري، چې څه باید نشر کړل شي او څه باید نشر نه شي.
نوموړي وویل: په همدې موخه نن راټول شوي یوو ترڅو رسنیزو تیروتنو او سرغړونو ته د حل لار وګورو، که هره رسنۍ تیروتنه کوي، یاده کمیټه یې باید په اړه پریکړه وکړي، هیڅ ریاست دې په انفرادي توګه د رسنیو پر وړاندې اقدام نه کوي.
۱۴۴۵/۵/۲۸ ھ ق
۱۴۰۲/۹/۲۱ ھ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS