د اطلاعاتو او کلتور رئیس په مشرۍ د رسنيو له استازو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه
د اطلاعاتو او کلتور ریاست په دفتر کې د یاد رياست د رئيس مولوي حبيب الله مجاهد په مشرۍ د رسنيو له استازو سره د همغږۍ میاشتنۍ غونډه تر سره شوه.
مولوي حبیب الله مجاهد د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره د ژورنالېستانو همغږي وستايله او زیاته يې کړه؛ یاد ریاست د ټولو ژورنالېستانو لپاره زمینه برابروي، تر څو د ولس او اسلامي امارت تر منځ لا نوره همغږي رامنځته کړي، رسنۍ د حکومت او ملت ترمنځ د پل حیثیت لري، د نظام په پایښت او هېواد جوړونه کې اړین رول او مسؤلیت لري.
د اطلاعاتو آمر الحاج نجیب الله فکرمن په میدان وردګو کې د شته رسنیو له نشراتو مننه وکړه او له دوی یې و غوښتل، تر څو خپل نشرات او اعلانونه د ا.ا د پاليسۍ مطابق نشر کړي، جوازونه نوي کړي.
د ژورنالېستانو د اتحاديې مشر ښاغلي الیاس وویل: د اسلامي امارت په راتګ تر دې مهاله د ژورنالېستانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کومه پېښه نده رامنځته شوې.
یاده غونډه د اطلاعاتو او کلتور ریاست په مشرۍ د ژورنالېستانو د خونديتوب کمېټې سره په همغږۍ هره میاشت تر سره کېږي.
۱۴۴۵/۷/۵ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۲۶ هـ ش
