د اطلاعاتو او کلتور رئیس له یو شمېر رضاکاره ځوانانو سره وکتل

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۴:۴۱
asdf

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مفتي حبيب‌الله الهام د زرنج ښار له یو شمېر رضاکاره ځوانانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. 
په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي الهام وویل؛ د دې غونډې موخه د ځوانانو سره همږغي او د هغوی ملاتړ دی، نوموړي ځوانان وهڅول، چې خپله ځواني د علم په زده کړه او علمي ظرفیت لوړولو لپاره د ګټورو کتابونو په مطالعه مصرف کړي، تر څو د شته فرصت څخه په استفادې په ټولنه کې داسې کړنې تر سره کړي، چې نورو وګړو ته یې ګټه ورسېږي.
په پای کې ښاغلي الهام د ځوانانو د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته د اسلامي امارت د اصولو په چوکاټ کې د ستونزو د حل او غوښتنو د پوره کولو ډاډ ورکړ او امکاناتو ته په کتلو یې د هر ډول مرستې ژمنه وکړه.

۱۴۴۶/۵/۳ ھـ ق
۱۴۰۳/۸/۱۵ ھـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS