د اطلاعاتو او کلتور رئيس د ځوانانو سره ليدنه وکړه
چهارشنبه (۲۶ د ذوالحجې۱۴۴۵) د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي فیروزالدين منيب د ځوانانو چارو د آمر مخدوم صبغت الله زرقاوي په ملتيا په خپل کاري دفتر کې د يو شمېر ځوانانو سره ليدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي منيب د يادې ناستې موخه ددې ولايت د ځوانانو د ستونزو پيدا کول او څيړل وبلل او زياته يې کړه؛ ځوانان د هيواد د ملا د تير حیثیت لري، په همدې اساس ددوی ستونزو ته حل لارې پيدا کول مهم او ضروري دي، نوموړي د هيواد په پرمختګ او پراختیا کې د ځوانانو همکاري او ونډه مهمه وبلله او ويې ويل: هڅه دې وشي چې ځوانانو ته بهترين فرصتونه برابر کړل شي.
ورپسې ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور رياست له همکاريو او ملاتړ څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د پوره همکارۍ کولو وعده وکړه.
۱۴۰۳/۴/۱۴ هـ ل
۲۰۲۴/۷/۴ میلادي
