د اطلاعاتو او کلتور رئيس د پهلوان جمعه خان له لرغونې غونډۍ څخه ليدنه وکړه
نن يکشنبه (۴ د جمادي الثاني ۱۴۴۵) د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي او د لرغونو سيمو د ساتنې د ۰۱۲ قطعې قوماندان محمد خليل خطاب د مرکزي بغلان ولسوالۍ د خواجه خان بابا کلي د نوې کشف شوې پهلوان جمعه خان لرغونې غونډۍ څخه ليدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وويل: په بغلان ولايت کې د شته کلتوري او لرغونو سيمو ساتنه او خونديتوب يې لومړيتوب دی، هيچا ته به اجازه ورنه کړي، چې لرغوني او کلتوري ځايونه تخريب کړي، لرغونو سيمو ته څېرمه مېشتو خلکو ته يې سپارښتنه کړې چې د کلتوري او لرغونو ځايونو د خونديتوب لپاره له اطلاعاتو او کلتور رياست سره همکاري وکړي او چاته اجازه ورنه کړي چې لرغونې سيمې له منځه يوسي.
