د اطلاعاتو او کلتور رئيس د ولايت مقام له معاون سره وکتل
نن يکشنبه ( ۳ د رجب المرجب ۱۴۴۵) د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس الحاج معزالدين احمدي د ولايت مقام له نوي مقرر شوي معاون قاري امين الله طيب سره وکتل.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس وويل: دا چې په بدخشان ولايت کې د مخدره موادو د مخنيوي هڅې په جديت سره روانې دي، رسنۍ کولای شي، په دې برخه کې رغنده رول ولري، د رسنيو له لارې د عامه پوهاوي خپرونو په خپرولو سره دې برخه کې پرمختګ ممکن دی.
نوموړي همداراز په یاده ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لاسته راوړنو، پرمختګونو او د تاريخي آبداتو د ساتنې په اړه معلومات شريک کړل، او د ولايت مقام له معاون څخه يې د فرهنګي فعاليتونو د ترسره کولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
