د اطلاعاتو او کلتور رئيس د مقر ولسوالۍ له تاريخي کاروان سرای څخه لیدنه وکړه
د بادغيس ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس اخندزاده مطيع الله متقي د مقر ولسوالۍ له تاريخي کاروان سرای څخه لیدنه وکړه.
اخندزاده مطيع الله متقي وويل: ددې کاروان سرایونو تاريخي لرغونتوب او معياري روش په تاريخي منابعو کې ذکر شوی دی، په ځانګړي ډول د هرات د شبش کاروان سرای، چې د صفويانو په تاريخي دورې پورې اړه لري، د مقر ولسوالۍ کاروان سرای هم چې تر ډیره د شبش د کاروان سرای په بڼه دی، ویلای شو چې دا هم د صفويانو په تاريخي دورې پورې اړه لري.
نوموړي زياته کړه؛ ددې سفر په ترڅ کې يې له مسؤلينو، علماوو او محلي خلکو سره ليدنې وکړې او له دوی يې وغوښتل چې د کلتوري میراثونو په ساتنه کې د اطلاعاتو او کلتور رياست سره همکاري وکړي.
۱۴۴۶/۲/۲۸ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۱۱ هـ ل
