د اطلاعاتو او کلتور رئيس د خصوصي ښوونیزو کورسونو له استادانو سره وکتل
د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس اخندزاده مطيع الله متقي د دغه ولایت د خصوصي ښوونیزو کورسونو له استادانو سره وکتل.
ښاغلي متقي استادانو ته وویل: دا د ویاړ ځای دی چې تاسو د ځوانانو په سالمه روزنه کې هڅې کوئ او هيله لرم چې ځوانان د اسلام د سپېڅلي دين او د افغاني کلتور له اصولو سره سم وروزئ او د دوی د علمي کچې لوړولو لپاره هلې ځلې وکړئ.
همدارنګه ښاغلي متقي له استادانو وغوښتل چې له هغو مهاجرینو سره چې له پاکستان څخه هېېاد ته راغلي دي، په ښوونیزه برخه کې د ثواب په نیت همکاري وکړئئ.
ورپسې استادانو په ښوونیزه برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
۱۴۴۵/۵/۶ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۲۹ هـ ش