د اطلاعاتو او کلتور رئيس د آی خانم له تاریخي او لرغونې سیمې لیدنه وکړه
د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبیح الله انصاري دشت کلا ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې له آی خانم تاریخي او لرغونې سیمې لیدنه وکړه.
آی خانم هغه سیمه ده، چې له دوه زره او پنځه سوه کلونو زیات تاریخي قدامت لري او د آسیا له ارزښتناکو او پخوانیو تاریخي ځایونو څخه ګڼل کېږي، دا سیمه د آمو سیند پر غاړه او د تاجکستان سرحد ته څېرمه موقعیت لري، چې پخوا د یوناني تمدن له مهمو مرکزونو څخه وه.
ښاغلي انصاري له سیمه ییزو خلکو وغوښتل، چې د دې مهم تاریخي ځای د ساتنې او پالنې په برخه کې له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې یاده سیمه د خپل ستراتیژیک موقعیت او تاریخي ارزښت له امله د یونسکو په نوملړ کې هم ثبت شوې ده.
۱۴۴۶/۱۰/۱۶ ق
