د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د کابل بالا‌حصار له لابراتوار، د لرغونو آثارو نندارتون، موزیم او بېلابېلو برخو کې د بیا رغونې له چارو څخه لیدنه وکړه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۵۵
..

شنبه د (۱۴۴۷/ ذوالقعدة الحرام/ ۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل بالاحصار له لابراتوار، د لرغونو آثارو نندارتون، موزیم او بېلابېلو برخو کې د بیا رغونې له چارو څخه لیدنه وکړه
په لیدنه کې له ښاغلي حقاني سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه اړیکو رئیس او ویاند قاري خبیب غفران، د بهرنیو اړیکو رئیس او د فرهنګي اتشو مسؤل شفیق احمدزي او همداراز یو شمېر مسلکي مسؤلینو ملتیا کوله.
د لیدنې په پیل کې د آغاخان بنسټ د فرهنګي خدمتونو رئیس انجنیر اجمل میوندي ښاغلي حقاني او ورسره مل پلاوي ته د لابراتوار، موزیم، بېلابېلو برخو کې د بیارغونې چارو او د کابل بالا‌حصار د لرغونتوب ارزښت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: آغاخان فرهنګي بنسټ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پېژندنې ریاست او د تاریخي آبداتو د ساتنې ریاست په همغږۍ په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼې پروژې پلې کړې دي، چې تر دې دمه څو پروژې بشپړې شوې او پر نورو کار روان دی.
د ښاغلي میوندي په وینا، هغه آثار چې په دې سیمه کې کشف کېږي، لومړی د همدې سیمې په لابراتوار کې ارزول کېږي، وروسته د دې ځای په موزیم کې تر یوې مودې ساتل کېږي او په پای کې ملي موزیم ته لېږدول کېږي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د کابل بالا‌حصار له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او دا لرغونې او تاریخي سیمه یې د هېواد له مهمو تاریخي سیمو څخه وبلله. نوموړي وویل: د کابل بالا‌حصار د افغانستان د لرغوني تمدن او تاریخي هویت څرګندونه کوي او څرګندوي چې دا خاوره د تاریخ په اوږدو کې د فرهنګ او بشري تمدن مرکز پاتې شوی دی.
ښاغلي حقاني زیاته کړه، د دغې سیمې ساتنه او پالنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی او باید د دې ځای د خوندي ساتلو، مستند کولو او راتلونکو نسلونو ته د سم ورپېژندلو لپاره هر اړخیزې هڅې وشي.
په پای کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د آغا خان فرهنګي بنسټ ته د هر ډول همکارۍ او بشپړ ملاتړ ډاډ څرګند کړ.

۱۴۰۵/۲/۵ هـ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۵
Background image

اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلینو زده کوونکو سره (د ځوانانو مسووليتونو) په نوم ناسته وکړه

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د ياد رياست اړوند ښوونیز مرکز له ګڼ شمېر زده کوونکو سره (د ځوانانو مسؤلیتونو) په نوم ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو آمر د اصیل افغان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۳۴
Background image

د اندونیزیا سفیر د بامیانو عامه کتابتون ته ١٥٠ ټوکه کتابونه ډالۍ کړل

د اندونیزیا جمهوریت سفیر ډاکټر نندا آوالیست، د یوه پلاوي په ملتیا د بامیانو ولایت له عامه کتابتون څخه لیدنه وکړه او یاد کتابتون ته یې ۱۵۰ ټوکه کتابونه ډالۍ کړل.
ډاکټر نندا آوالیست د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

شنبه (د ۱۴۴۷/ ربیع‌الثاني/۲۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي. . .

BACK TO NEWS