د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د پکتیا سیاحتي سیمو کې سیلانیانو ته اسانتیاوې برابروو
شنبه( ۱۵ د ذوالحجې ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د جوړ شوي خبري کنفرانس په ترڅ کې خبریالانو ته وویل: د پکتیا ولایت ټولو سیاحتي، تاریخي او تفریحي سیمو کې به د سیلانیانو لپاره هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي خیرخواه یادونه وکړه، چې د ځاځي اریوب ولسوالۍ سپینې شګې پارک کې د یو هوټل چارې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
همداراز نوموړي د ګردیز بالاحصار څخه د لیدنې پرمهال وویل: د بالاحصار د بیا رغونې چارې به ژر پيل شي،تر څو د نړیدو ګواښ یې ختم شي، د ضرورت په اساس به د امارت بودیجې ته په کتو د هغو برخو جوړیدو ته لومړیتوب ورکوو، چې اړتیا یې زیاته وي.
ښاغلي خیرخواه د تاریخي سیمو د بیا رغونې او ساتنې تر څنګ د رسنیو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې په اطلاعاتي او مالي برخو کې به د دوی پراخ ملاتړ کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير پکتيا ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد ولايت د والي او نورو مسؤلینو په ملتيا له اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د احمدخیلو، میرزکې، سیدکرم او احمدابا ولسوالیو تاریخي، فرهنګي او سیاحتي سیمو تر څنګ د شابوالحسن خرقاني زیارت څخه هم ليدنه وکړه.
۱۴۰۳/۴/۲ ھ ش
۲۰۲۴/۶/۲۲ ميلادي
