د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل

moic_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۱۴:۳۰
moic-kk

نن چهارشنبه ۱۴۴۴/۵/۱۲ هـ ق د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر قدرمن ملا خیر الله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په کتنه کې خیرخواه صاحب د افغانستان سوداګرو او پانګوالو اتحادیې مسئولینو ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته خوښي وښوده، چې د هیواد سوداګر په هیواد کې دننه پانګه اچونه کوي او زیاته یې کړه، چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی، په ګډه به یې جوړوو.
وروسته د اتحادیې مسئولینو وویل، خوښ یو چې د ا.ا.ا په راتګ سره هغه خنډونه له منځه تللي دي، چې زموږ د اقتصادي پرمختګ مخه یې نیولي وه او غواړو چې نور هم د لاسي صنایع او هنري نقاشیو لپاره نندارتونونه جوړ سي، ترڅو خلګو ته د ګټې اخیستنې لپاره زمینه برابره سي او په دې اړوند ستاسي بشپړه همکاري غواړو.
خیرخواه صاحب د اتحادیې د مسئولینو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واوریدل او اطمینان یې ور کړ چې د خپل اړوند چارو، په ځانګړې توګه د نندارتونونو په جوړولو کې به هر راز همکاري ورسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS